کاسا -۱۰۰۰

کاسا -۱۰۰۰ د برښنا سوداګرۍ او لیږد په برخه کې له لویو سیمه یېزو پروژو څخه شمیرل کیږي، چې له مخې یې ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا د قرغزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لا‌‎رې پاکستان ته لیږدول کیږي. د پروژې اصلي موخه د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ده، تمه کیږي چی دا پروژه په سیمه کې د اقتصادي ودې او د بیوزلۍ او فقر د کچې کمولو سبب وګرځي. قرغيزستان او تاجکستان هیوادونه د اوبو برېښنا انرژۍ غني سرچينې لري، په داسې حال کې چې پاکستان د اوړي په موسم کې (د ثور نه تر سنبلی پورې) د انرژۍ له کمښت سره لاس او ګریوان دی. ددې ستونزې د حل لپاره، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې برېښنا له منځنی آسیا څخه پاکستان ته د ګرمۍ په موسم کی د افغانستان له لارې لیږدول کیږي. په حقیقت کې، دا پروژه د افغانستان په استازیتوب د نړۍ دوو لویو سیمو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکو ته وده او پیاوړتیا ورکوي او د اعتباروړ ترانزیتي لارې په توګه د افغانستان موقف او موقعیت پیاوړی کوي. له بله اړخه، د افغانستان له خاورې ددې پروژې تیریدل د ترانزیت فیس ته هم لاره هواروي چې د افغانستان د اقتصادي ودې د ثبات د ټینګښت لامل به وګرځي.

خبرونه ، دبریا کیسی او نور


Card image

د کاپيسا په ولایت حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د ښاري برښنا غځولو پروژه

د زمري ۲۰ مه ۱۴۰۰ د کاپيسا ولایت حصه اول کوهستان ولسوالۍ مقصودخیل کلي کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ترسیورې لاندې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې د کلیو ملاتړ پروګرام (CASA-CSP) له لوري د ښاري بری نور

Card image

د بوز خورد کلي کې د نږدې ۴،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو پروژو کار روان دی

د زمري ۱۱ مه ۱۴۰۰ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت تر سيوري لاندې د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې د کلیو ملاتړ پروګرام (CASA-CSP) له لارې د کندزولایت مرکز اړوند د بوز خورد پراختیايي شورا لخوا، د یو محافظوي ديو نور

Card image

د۱۵۰۰ متره کانال د جوړیدو چارې په کاپیسا ولایت کی روانې دي

د زمري ۵ مه ۱۴۰۰ د کاپیسا ولايت نجراب ولسوالۍ کې د کانال د جوړونې چارې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې د کلیو ملاتړ پروګرام (CASA-CSP) له لارې روانې دي. & نور

د کاسا -۱۰۰۰ پروژه د افغانستان په استازیتوب د نړۍ دوو لویو سیمو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکو ته وده او پیاوړتیا ورکوي او د اعتباروړ ترانزیتي لارې په توګه د افغانستان موقف او موقعیت پیاوړی کوي.

پلي کونکي ادارې


د افغانستان برښنا شرکت

د افغانستان برښنا شرکت ژمن دی څو د سیمې په کچه د برښنا د تولید او وېش په برخه کې په یوه مخکښ او په باوري انرژۍ ولاړ شرکت سره د خدماتو وړاندې کول، کیفیت، ډاډ او اقتصادي محور ولاړ شرکت وي..... نور

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د نوې ستراتیژۍ د دستور العمل او د کلیوالو د بیوزلۍ د کچی د راټيټولو، د ټولنیزی او اقتصادی سطحی د لوړولو او د کلیوالی ټولنې څخه د ملاتړ او حمایت په موخه تاسیس شو. ... نور

د انرژي خدمتونو د تنظیم اداره

د انرژي خدمتونو د تنظیم اداره غواړي د خوځنده مدیریتي جوړښت, وړ بشري سرچينې او پرمختللي تکنالوژی په مټ د ټولنیزي هوسایني، بسیایني او اقتصادي پياوړتيا په موخه بنسټیزه، پیاوړې او ډاډمنه انرژي، د انرژی د پرمختگ د هر اړخيز مديریت او برېښنا د بازار موندني له لاري رامنځته کړي تر څو افغانستان د سیمه ييزي انرژی او برېښنا په مرکز بدل شي.... نور